
د ایکنا د راپور له مخې، د ( Pluribus) نومې سریال (د ټول له مینځه) کیسه هغه وخت پیلېږي چې د یو غیرعادي ویروس له خپرېدو سره، نږدې ټول انسانان «ډله ایز ذهن » سره نښلول کېږي او ټول خوشاله، موافق او «همغږې» کېږي؛ پرته له څو کسانو لکه اصلي لوبغاړی یا ایکټر. (کارول). دا طرحه فرصت برابروي چې مفاهیم لکه «جبري ډله ایزوالی»، «د وګړنیزتوب له مینځه تلل؛ «سطحي ـ مصنوعي خوښي»، او د احساساتو د برابرولو ټولنیز دباؤ دعوت کوي.
دا سریال د وګړي او ټول ترمینځ په ټکر ټینګار کوي او لیدونکي د «انسانیت»، «نفس»، «انتخاب»، «جبر» او «شخصي هویت» په اړه د بیا فکر کولو ته اړباسی.
دا سریال مونږ ته را په یادوي چې انسان که رنج و نه ویني، هیڅ کړاؤ ورته نه احساسیږي او وده نهکوي؛ او که درد احساس نه کړي،نو ځان ئې هسې پریښودلی او بې احساسه پاتیکیږي. په دې خاموش خو شور لرونکي نړۍ کې یوازینی غږ چې پاتې کېږي، د هغه چا غږ دی چې لا هم جرئت لري «زه» ووایي.
۱. انسان؛ د انتخاب لپاره پیدا شوی موجود
ټول انسانان یو ګډ ذهني چینل ته داخلیږي؛ داسې ذهن چې اختلاف له مینځه وړي او ټولو ته یو ډول خوښي ورکوي. دا انځور په ښکاره ډول د هغو قرآني آیتونو یادونه کوي، چې په «شخصي مسئولیت» ټینګار کوي:
«کُلُّ نَفْسٍ بِما کَسَبَتْ رَهینَةٌ» (مدثر، ۳۸)
هر څوک د خپلو کړنو مسئول دی.
په سریال کې، کله چې له انسانه انتخاب اخیستل کېږي، نو انسان خپل ځانه اخیستل کېږي.
۲. له کړاؤ پرته خوښي؛ کمال که دوکه؟
ټول د «خوښۍ» ژمنه ورکوي؛ خوښۍ بې له درد او تضاده. خو قرآن کړاؤ ،د انسان د بشپړتیا دلارې یوه برخه ګڼي:
«لَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ فِی كَبَدٍ» (بلد، ۴)
مونږ انسان په کړاؤ کې پیدا کړی.
سریال همدې ټکی ته اشاره کوي: کله چې رنځ او کړاؤ له مینځه ولاړ شي،نو وده هم له مینځه ځي.
۳. د نفس له مینځه وړل ؛ د مسئولیت چټي کیدا !
په Pluribus سریال کې ډله ایز ذهنونه دومره سره په یوه بل کې یوځاي کیږي، چې «نفس» په خپل قرآني مفهوم یعني (واک، اراده، شخصیت، تعهد) کې ورک کېږي. او کله چې نفس ورکیږي، مسئولیت هم ورسره ورکیږي.
دا هماغه خطر دی چې قرآن یې څو ځله د «ډله ایزې بېفکرئ»تقلید او «بېچونوچرا تبعیت» په نوم یاد کړی.

وینس ګیلیګن (Vince Gilligan) چې یو امریکایي لیکوال، پروډیوسر او ډایریکټر دی او د «Breaking Bad» نومې سریال د بریا او ګڼو جایزو سره مشهور دی، د دې سریال له اصلي پنځونکو څخه دی.
د «علمي ـ تخیلي»، «رواني ـ ډرامي»، او آن «تورې ټوکې ټکالې » ژانرونو څخه جوړ سریال چې د هغو کسانو لپاره ئې جذاب کړی چې د یوې ژورې او متفاوتې تجربې لټه کوي.
د سریال لومړی سپرکی ۹ برخې لري او تر اوسه ئې پنځه برخې خپرې شوې چې د نړۍوالو لیدونکو له پراخ هرکلی او د کرکتونکو له مثبتو نظرونو سره مخ دي.
https://iqna.ir/fa/news/4320548